شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سوریې د ارضي تمامیت په اړه د رجب طیب اردغان څرګندونې د اسد د هغه رژیم منل ښيي چې له کلونو راهیسې مسلمانان وژني
بسم الله الرحمن الرحيم
د سوریې د ارضي تمامیت په اړه د رجب طیب اردغان څرګندونې د اسد د هغه رژیم منل ښيي چې له کلونو راهیسې مسلمانان وژني

خبر:

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چااوش» اغلو په سوریه کې د عملیاتو په اړه داسې وویل: «دغه عملیات په سوریه او عراق کې د ارضي تمامیت لپاره ډېر مهم دي. که مو عملیات نه وای ترسره کړي، داعش، «پي کې کې» او نورې ډلې به نه وای له منځه وړل شوې. موږ د بریدونو پر وړاندې چوپ نه شو پاتې کېدای. (نیوز اجنسي)

تبصره:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابینې تر وروستۍ غونډې وروسته ویلي: «موږ غواړو چې شمالي پولې ته نږدې د ۳۰ کیلومتره امن ځایونو د جوړېدو کار ژر پای ته ورسېږي. دا سیمې د پر لپسې بریدونو مرکزونه دي چې زموږ هېواد یې زیانمن کړی. د امن ځایونو رامنځه کېدل زموږ لومړیتوب دی. ژر تر ژره به ترکي ځواکونه، استخبارات او سرتېري خپل اجرات ترسره او عملیات به پیل کړي.

بلخوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چااوش اغلو په ټلویزیوني خپرونه کې څرګنده کړې چې دوی په سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له ایراني حکومت سره خبرې اترې کوي: «موږ به د هغو عملیاتو ملاتړ وکړو چې د اسد رژیم به یې ترسره کړي، خو دا رژیم باید مدني مخالفتونو ته د ترهګرو په سترګه و نه ګوري.»

د مولود چااوش اغلو تر څرګندونو څو ورځې وړاندې، اردوغان «سوچي» ته د بیرته تګ پلان په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین بشار اسد په سوریه کې مناسب کس وګڼلو او زیاته یې کړه: «هغه دا سمه او پر ځای خبره وبلله چې ټول په ګډه له رژیم سره په سمه توګه دا مسله حل کړو. زموږ استخباراتي ادارو هم تر دې وړاندې دا مسله د روسیې له استخباراتي ادارو سره شریکه کړې، خو مهمه دا ده چې مثبته پایله ورکړي.»

اردوغان همدارنګه وویل: «زموږ استخباراتي ادارې به د ترهګریزو سازمانونو د شتون موضوع د سوریې له استخباراتي ادارو سره شریکه کړي. نو تاسو باید په دې مسله کې زموږ ملاتړ وکړئ. موږ پر دې مسله توافق لرو.»

په حقیقت کې د ترکیې او سوریې د استخباراتو دا لومړنۍ ناستې نه دي. د ۲۰۲۰ م کال په جنوري کې هم د ترکیې د استخباراتو عمومي مشر «حاکان فیدان» او د سوریې د استخباراتو رییس «علي مملوک» په مسکو کې سره وکتل. (PYD) چې اردوغان یې د ترهګر سازمان په توګه یادوي، په ۲۰۱۶ م کال کې یې په مسکو کې رسمي دفتر پرانیست.

دا ښکاره ده چې اردوغان «سوچي» ته د سفر پر مهال د روسیې له ولسمشر پوتین سره د سوریې په شمال او یا په سوریه کې د ممکنه عملیاتو پر مسله خبرې کړې دي. دا هم ښکاره ده چې ایران او روسیې د تهران په غونډه کې پر دغو عملیاتو هوکړه ونه کړه، چې په وروستیو کې د ترکیې، ایران او روسیې تر منځ نیول شوې وه.

که څه هم د سوریې د کړکېچ په حل کې دغه درې هېوادونه ځینې اختلافونه لري، خو د مسلې اصلي اړخ متحده ایالات دي. دغه درې هېوادونه د امریکا په مدار څرخي او د دغه هېواد په استازیتوب جګړه مخته وړي.

امریکا له دغو درېیو هېوادونو څخه د خپلو موخو او لومړیتوبونو تر لاسه کېدو لپاره ګټه اخلي، څو پر هغو تصمیمونو عمل وشي چې په ۲۰۱۲ م کال کې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ونیول شول. هغه ټول عملیات چې د ترکیې حکومت له لوري د امریکا په اجازه په سوریه کې ترسره شول، د دې لپاره وو چې د ظالم اسد رژیم وژغورل شي او له لاسه ورکړې سیمې بېرته لاسته راوړي.

پر دې سربېره، په سوریه کې د امن سیمو رامنځته کېدو په اړه څرګندونې چې اردغان او نور واکمنان هر مهال پرې خبرې کوي، د اسد د وینه څښونکي رژیم د منلو مانا ورکوي، چې له کلونو راهیسې په وحشیانه ډول مسلمانان وژني.

که څه هم اردوغان غواړي د ۲۰۲۳ م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته له ډک لاس سره ودرېږي، خو لیدل کېږي چې د هغه ډله به په ترکیه کې د اقتصادي ستونزو په دلیل د ډېرو رایو له بایللو سره مخ شي چې ځینې عامه نظر پوښتنې هم دا څرګندوي. د ۲۰۲۳ م کال ټاکنې د اردوغان لپاره حساسې دي. دا ټاکنې نه یوازې د اردوغان لپاره، بلکې د امریکا لپاره هم مهمې دي. امریکا نه غواړي هغه څه له لاسه ورکړي چې د اردوغان په وخت کې یې تر لاسه کړي دي. دا به هم پر ځای وي چې د هغو پړاونو ارزونه وشي چې اردوغان یې په دې برخه کې په بهرنۍ او کورنۍ کچه ترسره کوي.

د دې لپاره چې د اردوغان ملاتړ وشي، په کور دننه او بهر یې لاس ډک وښودل شي او شهرت یې ډېر شي، امریکا ترکیې ته د اوکراین او روسیې تر منځ د غلو دانو مسلې په حل کې رول ورکړ. امریکا غوښتل چې له نورو هېوادونو سره د یهودي شتون د عادي کېدو له لارې بیا ځل اردوغان پیاوړی کړي؛ لکه متحده عربي امارت، د خلیج هېوادونه او سعودي عربستان، ځکه چې هغه دولت له دیپلوماتیک بحران سره مخ و. متحده ایالات یو ځل بیا غواړي چې ترکیه له سوریې سره ډیپلوماټیکې خبرې ولري چې د ترکیې او سوریې اړیکې عادي کړي او د سوریې بحران څومره چې ژر کېږي، حل کړي.

بلخوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای پر ۱۵مه تر ناکامې کودتا وروسته له ملتپال حرکت ډلې (MHP) سره د خلکو ایتلاف رامنځته کړ، خو دغه ایتلاف هغه کردان غوسه کړل چې اردوغان ته یې مخکې رایه ورکړې وه. په سوریه کې د نویو عملیاتو د پیل یادول  د عامه افکارو لپاره ده په ځانګړې توګه د ملتپالو لپاره ده چې له وژلو پرته بل هېڅ هم نه دي. نو اردوغان د خپلو اصلي کسانو او ملتپالو رایه ورکوونکو زړه لاسته راوړي چې له ده څخه یې د اقتصادي کرکېچ په دلیل ځانونه لېرې کړي وو.

د پایلې په توګه، د اردوغان ستونزه مهمه نه ده دا معلومه خبره او حقیقت دی چې اردوغان د فلسطین، ختیځ ترکستان، اراکان او سوریې مسلمانانو سره دوکه وکړه. اردوغان یوازې له امت څخه مخ نه دی اړولی بلکې د خپلو غوښتنو او د امریکا د خوشحالۍ لپاره یې امت ځپلی هم دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: یماز شلیک

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې